ایکنا – د عربستان په جدې کې په الرحمه یا العائم نامې سره د اوبو په مینځ کې جومات د عربستان خلک د فاطمةالزهرا(س) په نامې سره پيژندي. دغه جومات د ختیخي آسیا د مسلمانانو په تیره بیا دعمره اداکونکو لپاره ترټولو زیات لیدونکی جومات شمیرل کیږی او حیرانونکی ترکیب ئې د ماډرن او پخواني معمارۍ او هم د اسلامی هنر په اساس دی چې په ترټولو وروستۍ ټيکنالوجۍ او په پرمختللو غږیزو او نوری یا رڼا سسټمونو باندې په سنبالتیا سره جوړ شوی دی.
ایکنانیوز ددغه اوبو په مینځ کې جوړ شوي الرحمه یا العائم جومات چې په فاطمة الزهرا(س) جومات هم پيژندل کیږي، یو ویډیوئي کلیب ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.